IQNA

د  ایران وسلوالو ځواکونو د صهیونیستي رژیم د بریدونو په وړاندېسخت او پریکنده غبرګون (مقاله)

16:39 - June 14, 2025
د خبر لمبر: 3491268
ایکنا -    د ایران اسلامي جمهوریت د صهیونیستي رژیم  تیریګر اقدام او په ایران کې پر ځینو سیمو   د برید په غبرګون کې،  په سلګونو بیلابیل بالسټیک توغندي  او ډرونز  د  نیواکي ټاټوبو په لور  وتوغول او د دغوبریدونو پای لا نه دی اعلان شوی.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود امام خامنه‌اي د صهیونیستي رژیم د جمعې په ورځ   د  ایران  په خاوره  د تیری کونکي اقدام په غبرګون کې، چې د وسله‌والو ځواکونو د لوړپوړو قوماندانانو، نامتو ساینس‌پوهانو او بې‌ګناه ایرانيانو په تیره بیا  د مظلومو ماشومانو د شهادت لامل شوی، بیګا شپې په  ټيلیويژني پیغام کې وفرمائيل؛ صهیونیسټي رژیم لویه تېروتنه  کړې، ستره خطا ئې کړې، غلط کار ئې وکړ او د دې نتیجې به  ئې  بیچاره   کړي. 

له دغه ټيلیویژني پیغام وروسته، د ایران   د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران  توغندوي او ډرونز یونټونو د صهیونیستي تیریګر رژیم د لسګونو هدفونو، پوځي  مرکزونو او هوائي اډو په وړاندې خپل پيریکنده  او دقیق ځواب د «وعدۀ صادق ۳» عملیاتو په نامه، د ؛یا علي بن ابي‌طالب (ع)؛ په  مقدس رمز او کوډ سره پیل کړ.  او تر نن سهار پورې ئې په شپږو مرحلو کې ورباندې د توغندیو او ډرونز  الوتکو غوره  جوړه کړه او وئيل کیږي، چې کابو یو سل پنځوس مخکې  مشخص شوي ټارګټونه ئې وویشتل .

په راپور کې وئيل شوي دي،د تهران پر وخت  بیګا  شپې کابو ۱۰ بجې ، د ایران د اسلامی  جمهوریت  وسله‌والو ځواکونو د  د وعده صادق درې عملیاتو په نامې سره  د یاعلی ابن ابي طالب (ع) په رمز او کوډ سره د  نیواکي ټاتوبو په  لور د سلګونو بیلابیلو بالسټیک توغندیو په ویشتلو سره، د صهیونیستي رژیم د وحشي ډوله برید پریکنده ځواب ورکول پیل کړ. د دغه برید په غبرګون کې، سي‌اېن‌اېن خبری   چینل د اسرائیلي پوځ له قوله راپور ورکړ: ټول اسرائیل د ایران د دوامداره بریدونو د توغندیو او ډرونز  د سره اور لمبو  په رڼا کې سوځید  او  په نیواکي ټاټوبو کې د اسرائیلي پوځ د ویاند خبري کنفرانس هم د «وعدۀ صادق ۳» عملیاتو له  پیل سره سم غوڅ شو.

د ایران  د اسلامی جمهوریت د وسلوالو ځواکونو د بریدونو دوهمه څپه د نیواکي ټاټوبو په لور کابو لسم نیمې بجې شپې  پیل شوه او د صهیونیستي رژیم د راډیو او ټيلیویژني ادارې د مسئولانو  په وینا، په دغې څپې کې کابو ۱۰۰ توغندي له ایران څخه د  نیواکي ټاټوبو په لور وتوغول شول. المیادین خبری چینل هم  راپور ورکړ چې د ایران توغندي مستقیماً په تل ابیب  لګېدلي. عبري  ژبې رسنیو هم په تل ابیب کې د جنګ وزارت مرکز  الکریاه، ته نږدې د اور د لمبو د پورته کیدا  راپور ورکړ.

 همداراز  نن سهار وختي دریمه، څلورمه او بیا څو ساعته وروسته پنځمه مرحله توغندوي او ډرونز  هم د تل ابیب  او د نیواکي ټاټوبو په نورو ښارونو او ښارګوټو په لور وتوغول شول او د سره اور لمبو   ډګر ؤؤ 

المیادین خبری چینل   او دغه راز د عبري ژبې رسنیو په وینا، د ایران  په سلګونو توغندي په تل ابیب، قدس، حیفا، بئرالسبع، بحیره او الجلیل کې پر مختلفو برخو باندې  ولګېدل او د خطرې ټلئ له شماله  ترجنوب پورې وکړنګیدې. اسرائیلي رسنیو همدا راز د شمال په څو سیمو کې د سختو چاودنو د غږونو راپور ورکړ. ډېرو دا بریدونه بې‌ساري بللي دي. اسرائیلي رسنیو  د عینی شاهدانو له قوله راپور ورکړی چې په شمالي نیواکي ټاټوبو کې په څو سیمو کې سختې چاودنې شوې دي. همدارنګه، راپورونه ښئ چې څو چاودنو د حیفا بندر هم ولړزولی .

د سهار کابو  پاؤ باندې شپږ بجې، د صهیونیسټي رژیم رسنیو د ایران د توغندوي  بریدونو د پنځمې څپې د پیل خبر ورکړ او اعلان ئې وکړ چې د ایران د توغندیو پنځمه لړۍ د اسرائیلو ټولې سیمې په نښه کړې دي. د صهیونیسټي  رژیم د رسنیو په وینا، د ایران د توغندیو پنځمه څپه په طبریا، نیواکي جولان او الجلیل پایین کې په هدفونو ولګېده. صهیونیسټي رسنیو راپور ورکړ چې په تل ابیب باندې د ایران د توغندیز و بریدونو په وروستۍ څپه کې لږ تر لږه ۶ ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړې شوې.

د  اسلامی انقلاب  د سپاه پاسداران  د عمومي قوماندان  سلاکار  سردار  جنرال احمد وحیدي» وویل: په «وعدۀ صادق ۳» عملیاتو کې په څو مرحلو کې له ۱۵۰ څخه زیات ټارګټونه په نښه شول چې په هرې مرحلې کې د هوافضا ځواکونوپه دقیقې طرحې سره، صهیونیسټي رژیم ته درانه زیانونه واړول شول. هغه د نیواکي ټاټوبو په مرکز کې د دغو عملیاتو د اهدافو په اړه زیاته کړه: نواتیم هوایي اډه او عوودا هوائي اډه، چې مهم مر کزونه دي او پکې اف-۳۵، اف-۱۶، او اف-۱۵ الوتکې، د درنو ټرانسپورتي او تیلو رسونې الوتکو ترڅنګ، سیګنل او الکټرونیکي جګړې مرکزونه  ځاي په ځاي  دي او د ایران پر ضد  برید کونکي  ځایونه   وو ، په نښه شوې. سردار وحیدي ټینګار  کړی: همدارنګه تل‌نوف، چې یو بل مهم هوائي مرکز دی او د تل ابیب  په خوا کې  دی، له  درنې هوايي دفاع سره سره، د برید هدف وګرځېد. هغه پوځي  صنعتي مرکزونه چې توغندیز اقدامات ئې ترسره کول او د دوي د جنگ وزارت هم په نښه شو . هغه زیاته کړه: مونږ نن د ایران د وسله‌والو ځواکونو د لوړې وړتیا او قوت سره یو پیاوړی  او چورلټ درس ورکړ چې دوي وپوهیږي چې په خپلو محاسبو کې ئې تېروتنه کړې او خپل ځان ئې په خطرناک حالت کې اچولی او لویه غلطي ئې کړې ده او پایلې به ئې ریښې له مینځه یوسي .

captcha